...

فرید باراني

غزل

ژاړم په دې چې اندامونه مې کالي نه لري

ژوند غمونه مې هستي لري نیستي نه لري

د بل لاسونو مې د غرونو غوښې وخوړلې

دغه پردي لاسونه ولې کوتاهي نه لري

غریب مجنون ته مو راوړي په غم لړلې لارې

د وخت پټکي مو په خپل سر باندې ځونډي نه لري

چاته مې ونیسم غوږونه د زړګي خالقه

د زړه خولګۍ مې په هېڅ وجه خاموشي نه لري

ډېره زموږه بدبختي ده څه د بل لاسونه

ترک او تاجک مو په خپل مینځ کې همدلي نه لري

د غم قدم دی په قومونو کې ګډ شوی خدایه

دغه اثر دی چې وطن مو سوکالي نه لري

رنځور ملت به مې تر کله څښي دا خپلې وینې

د غم ژورې په کې ګرځي ارامي نه لري

۱۳۸۴- ۶- ۸-