...

فرید باراني

بیا مې پرون د مازدیګر هیلې ته

د سوغاتونو امیل زېری راووړ

یوه ترخنه اوښکه بیا تېروم

د خوشالي نه لا تر اوسه پورې

بیا هم سرې شونډې سپین خیالونه وینم

ماته کتل یې دي د غرو لمنې

چې امېدونو کې سبا وینمه

خدایه خیالي شعرونه مه راکوې

او د زړه کونج کې راته بیا رښتیا کړې

چې مهتابي سترګو کې جام د وفا

کله هم زما د زړه خپه رازونه

بیا د هجران دا نړېدلې خونه

لکه خزان چې پاڼې ورژوي

لکه شلېدلی امېل غاړې ته کړي

هره غزله کې مې ته نغښتې یې

لکه مجنون ته چې معما لیلا ده

خو؛

خیر دی بس دی اخري شېبې دي

د خیالو قصر دې په ما نړېږي

۱۳۸۴- ۶- ۸-