فرید باراني
چې یاد کړمه په سوچ کې دغه ژوند او زمانه
احساس راته پردی شي وایي یمه بېګانه
نفسونه دي غرق شوي تر قیامت عاشقي کا
خو ما غریب نه ورکه ده د شاتو یارانه
په کومه لاره تلمه کومه لار کې رانه ولوېد
د سروزو په بیه خدایه څه شوه در دانه
د ورځې په ښایست مې ته له نورو څخه بېل کړې
خو دا چې په ساحل کې سره مخ شو شبانه
څوک مینه د رباب لري څوک ستړې سومعه کړي
څوک می د ساغر غواړي پیمانه په پیمانه
خلوت کې دې د تشو پیالو جنګ د مطربانو
راځه زړګیه لاړ شو ده فارغه میخانه
خیالي نفسونه غواړي بې تدبیر غوندې ګامونه
افسوس چې مې له مینې جوړه شوې افسانه
زما عمر بې تانه څه ښادي څه بېغوري کا
نصیب چې مې قبوله کړه ازل نه جېل خانه
د اوښکو په سېلاب کې کومه لاره کړم راخپله
عاشق یم غواړم ژوند دې وي همداسې مستانه
۱۳۸۵- ۸- ۴-