...

فرید باراني

مثنوي

کاشکې زه هم وای مجنون په تورو غرونو کې

د لیلا د غم زړه خون په ګړنګو کې

نه به ښه وای نه به بد ډول ناورین وای

د سینې په خلوتګاه کې به زړه شین وای

چې خمار وای د بېلتون په ورځو شپو کې

ګرځېدای د یار له غمه په دښتو کې

هېڅ میین په زړه ویشتلی نه و داسې

لکه زه چې تر زړګي مې څړیکې باسې

دا نو زه یم چې د شپو روځ بېلتون یم

د لیلا د غم ځپلی ځیګرخون یم

چې مې زړه خدای دی خوار کړی له ازله

دغه حال دی چې اوس ګرځمه بې مله

۲۱-۹-۱۳۸۴