فرید باراني
ما د مړي په نوم یوسئ هدیرې ته
حاضر نه یم د خوبانو نندارې ته
چې له درد یې بې پته غوندې ځمه
نو تشریف مې څنګه وړی هغه کاسې ته
ما د مړي په نوم خاورو ته تسلیم کړئ
چې رهي شم د ناکامو قافلې ته
فقط یو حدیث مې ورسوه کاغذه
د نړۍ د مخلوقاتو ښایستې ته
نور له کوره څخه ګور ته رهي کېږم
که راځې مې د جونګړې دروازې ته
خوښول د چا به هېڅ څه ګناه نه وي
دا چې زه ځم د فراق و غرغرې ته
نه مې خیال راته راوړي د ښکلو مینه
نه مې ټنډه ځي د ښکلو و سجدې ته
کنه اوس به لېونی وی مګر دا چې
په هردم تا یادوم د زړه ټوټې ته