...

فرید باراني

غزل

په سپين زړګي کې مې نارې دي خدای لپاره مه ځه

د هیلو شپې مې لا سپېرې دي خدای لپاره مه ځه

چې سپین سبا ته د یادونو ډېر قولونه راوړم

نجونو ګودر کې وسوسې دي خدای لپاره مه ځه

چې دې ساقي په تورو زلفو نړۍ ورانه ویني

لا زموږ په مخکې پيمانې دي خدای لپاره مه ځه

موږ چې په زړونو کې سجدې کوو، لمونځونه کوو

اوس د شیطان سترګې رڼې دي خدای لپاره مځه

که یې ګناه په دروازه کې د سجدې ماته وای

وایه دا څه سختې شېبې دي خدای لباره مه ځه

زه خو ګوزران کوم بېزاره له ژوندون خو نه یم

زما مرغاب کې ډېوې مړې دي خدای لپاره مه ځه

انګاري شونډې، تخیل او زما د سولې امید

د هر محفل ډکې کاسې دي خدای لپاره مه ځه

۱۳۸۴- ۷- ۶