...

فرید باراني

چې ماښام مې انتظار دی د ماښام

راته ډک یې کړه ساقي دغه بل جام

درنه ځمه خدای پامان نه یم راغلی

خپل نصیب راته راوړی تږی کام

یوې خوږې شېبې ته راوړمه هستي

کوم صیاد یمه تړلی پښه په دام

په خلوت کې مې د مینې خمار پاڅي

نور شرمېږمه په ټولیو کې د عام

۱۳۸۵- ۶- ۲-