فرید باراني
غزل
چې ګونګی ناست یم نو د چا سره خبرې کوم
پټ په زړګي کې د اشنا سره خبرې کوم
په لومړۍ چیغه د هاتف که ګونګۍ ژبه ښه شي
هرو مرو له خپل سبا سره خبرې کوم
هسې راوړه مې تخیل ته سنتي دودونه
په ښکاره نه کېږي په غلا سره خبرې کوم
نوي زخمونه چې مې زړه ته د قلم سره ځي
د مجهول حسن د بېدیا سره خبرې کوم
په ګونګۍ ژبه په خوب تللې چې راویښ شولمه
هغه ګړۍ مې خوا او شا سره خبرې کوم
۱۳۸۳ - ۲- ۹-