فرید باراني
غزل
ناکامه تصور لري ناکامې سلسلې
ناکامې سلسلې او نا ارامې سلسلې
د نوي پيل په هیله یې کاروان د زهرو راوړ
تر اوسه یې حیرانې دي ولاړې سلسلې
د هر ماښام په زړه کې به د وېرې شیطان کوز کړي
بیا وروسته له دې ښار څخه که ولاړې سلسلې
روان مې د فطرت په اغزن ښار کې خوږ کړي
چې ووینم په سترګو دا خونکارې سلسلې
ما مرګ د ژوند د هیلو د افق په غېږ کې وکړ
په لاس او په تندي مې اوچت ښکاري سلسلې
« نوښت » نه خو نوښت دغو بدرنګو څېرو وړی
دا ستا د مخ په پاڼو کې به څاري سلسلې
۱۳۸۹- ۵- ۳۰- هرات