فرید باراني
مازدیګر شا او خوا څلور بجې وې
وروسته له څو کلونو
ستاسې د کلي د ګودر غاړې ته درغلمه
او ستا په یاد مې ستا پر پلونو قدم کېښودلو
ګودر ته ښکته شومه
او ستا په یاد مې د ګودر د غاړې خړې اوبه
په لپه لپه کې راواخیستلې و مې څښلې
ما ته ضمیر په غوږ کې وویله :
ته د اروپا څخه راغلی شخصیت
ولې دې وڅښلې دا خړې اوبه؟
پټ مې په زړه کې په سلګیو ورته وویله :
« ماته د عقل کلمه کومه مانا نه لري!»
اوس له کلونو وروسته
ستا له یادونو راته پرته بل څه نه دي پاتې
اوس د ګودر په غاړه نورې نجونې
زما او ستا په داستان پرېکړه کوي
دوه میینان و د ګودر په غاړه یې مینه وکړه
د قسمتونو اجل راغی د ایزد له خوانه
زه یې د ځمکې او جهان په بل سر کېباسلم
او
ته یې واده کړې
د بل چا په نوم بل کور ته لاړې