فرید باراني
غزل
خلک په زړونو کې زړګیه تور ماران لري
په خوله دوستي لري، په زړه کې دښمنان لري
په ځینو ځينو کې دا زړه او نفس دواړه د سپي
روح د حیوان، نیت یې د خره، زړه د شیطان لري
شکر د خدای او افرین د مور او پلار په ادب
عقل مې وېره لري، فکر مې ایمان لري
سر له سجدې نه کړي راپورته، ځي د غلا په لوري
ښه مسلمان لري او بد هم مسلمان لري
په سپینه ورځ کې اعتماد ماتوي غلاوې کوي
خدایه دا ستا بنده ګان زړونو کې تور سپیان لري
۲۲- ۳- ۱۳۸۹- جلال اباد، لیلیه