فرید باراني
باران ورېږي، زه د خونې د کړکۍ اړخ ته
د زړه و کور ته ګډ یادونه مېلمانه راولم
باران ورېږي زه د زړه په ژبه
د خپل زړګي له افلاطون سره خبرې کوم
او له کلونو وروسته خوشالي یې ستایم
باران ورېږي، زه نور تاب د خوشالي نه لرم
نور دې یادونو زما د زړه په کور کې
یو لوی محفل جوړ کړی
او هغه ستا یادونه
ټول سره پېژني یو بل ته ښه راغلاست وایي
او ما لا ځان ورته ښودلی نه دی
باران ورېږي، زه د خونې د کړکۍ اړخ ته د زړه په کور کې
خپلو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وایمه
او ورته وایمه نیمګړي مات شعرونه واړه
وروسته د شعر د الهام د پرښتې غوږ کې
یوه خبره کوم
که د یادونو سره راغلې
زما جانان به هم ضرور درسره وینه
۱۵- ۵- ۱۳۸۹ - لوګر، زرغون ښار