فرید باراني
هر چا له خپله خیاله
په ازاد لاس په کاغذ ولیکلې
دې ته یې و نه کتل
که دا څو مړه غوندې موزون خطونه
یوه ورځ جګ شي په مستیو راشي
لکه د مینې خیال انګېزه اسان
په کاغذونو قدمونه کېږدي
او وروسته لاړ شي و اسمان ته او د ستورو په شان وځلېږي
د شعر بېدیا ته لاړ شي
او
د نوښتونو په کارېز کې تندې ماتې کړي
او د نړۍ واړه زلمي او نجونې
د شپې په مینه ورته سترګې شي ټول
په سلو ژبو به دا مړه خطونه وژباړل شي
هلته به چېرته بیا له یاده وځي
له انسانانو نه دا ستا کلیزه
« دري مې وینه او پښتو مې د زړه سر دی قسم
زه له یوې نه هم بغیر اوسېدلی نشم »