فرید باراني
زه ښه پوهېږم چې قسمت دې په خپل لاس لیکلی
نور ته خوشاله اوسه
نور دې د ژوند له عشقه ډکې شېبې نه ځوروم
ستا د ښه ژوند په هیله
اوس ما د شپې له انګازو سره واده کړی دی
اوس د خیالونو په درشل کې
ما د خیالونو له څپو سره واده کړی دی
۱۳۸۹ - ۵- ۲۱- هرات