فرید باراني
غزل
بیا مې برایي ستا په یادونو پسې وژړل
ډېر مې په فریاد په ارمانونو پسې وژړل
دومره یو کس نه و چې مې اوښکې راته پاکې کړي
ستا مې د زړه سواندو ښو لاسونو پسې وژړل
ځوز پر ځمکه پرېوت له جفا څخه یې لاس واخیست
ګل ښایسته شبنم په سهارونو په سهارونو پسې وژړل
غوڅ شولو په کلي کې د مینې محبت بهیر
شمعې په تورتم او ماښامونو پسې وژړل
شعر چې یې ستا واورېد نوښته په سندرو کې
خلکو ستا د شعر کتابونو پسې وژړل