فرید باراني
ته؛
اې شعره!
ته یې لاره د رڼا او فروغ
راته وایه : ته ریښتیا یې که دروغ؟
مزار شریف - ۱۳۸۹ - ۴- ۱۳-
زه د ژوندون د څلورلارې په سر
لکه ورک شوی ماشوم
چې د « دادا!» نارې وهي او هسې منډې وهي
د ژوندانه په مشکلاتو کې ورک شوی یمه
زه د ژوندون د څلورلارې په سر
۱۹- ۷ - ۲۰۱۰ - جلال اباد هډه پارک