فرید باراني
لکه ماشوم
لکه د غېږې ماشوم
چې په فریاد د مور په شتون وژاړي
هسې د زړه په درد مې نه پوهېږم
نه په جان جان خبر دی
نه د ماشوم په څېر په څیز او په ګوډۍ خوشال شي
کله خو داسې وشي
چې د جهان خوندونه ټوله ورته مخ ته کېږدم
لکه روژه چې یې نیولې ورته ګوري هم نه
نه مې په ژبه پوه شي
ګونګ غوندې درد دی
پټ مې زړه راته خوري
زه ښه پوهېږم
د خپل زړه له لاسه
به یوه ورځ
هسې ساه ورکړم
چې خپله به هم
په ځان ونه پوهېږم
۱۰- ۴- ۱۳۸۹- مزار شریف