...

فرید باراني

ستا دې په یاد وي د ځوانۍ بهاره

وخت به زما په مخ د واورو باران واوروي

او د هډو به مې ساړه، په ګرم اوړي کېږي

په ادبي غونډو کې

به داسې وویل شي :

عمر خوړلي او بوډا شاعر ته وخت ورکوو

چې د سټېج سر ته راشي

او درته شعر ووایي

وروسته به زه پورته شم

په سپینه ږیره به د ځوان عمر په یاد

هسې ناهیلي قدمونه اخلم

او ګډونوالو ته به ستا د ژوند کیسه اوروم