...

فرید باراني

د دې بد مسته لېونتوب څخه یې

شپږ میاشتې تېرې نه وې

چې د تقوا دېوال یې ونړاوه

او د محبت ګرداب ته ولوېده

زموږ د رسومو په ګرداب کې لېونۍ غوندې وه

لومړی د ښکلو په بازار ګډه شوه

او له یو ځوان سره یې مینه وکړه

د عشق کیسه یې ورته سپینه وکړه

د عقل کار نه و، شهوت پرې غلبه کړې وه

عقل یې سلب و، محبت پرې فیصله کړې وه

وروسته له څه مودې نه

د دوی د کلي د رسومو مشر

چې د دې پلار یادېده

پر دې مسکینې باندې وپوهېده

ها د پګړۍ او د بریتونو مشر

هغه د قام د ګناهونو مشر

د خپل ریا چپن یې واغوستله

د خپلې لور خونې ته ودرېده

دا په خپل پلار له ورایه وپوهېده

او له بلې خوا

مینې د حل په کږو لارو پوهولې وله

د پلار د خشم او خبرو مخکې

یو وار راپورته شوله

او د خپل پلار د اوامرو مخته ودرېده

او د هغه د رواجونو په تګلاره باندې

یې د اسلام ډبره کېښودله

د ده په ژوند کې دا لومړی ځل ولو

چې د خپلې لور په خاطر

یې د سکوت جامه هم واغوستله

او زموږ فردي ازادي

د دې د سر خیرات و

چې ټول ازاد ازاد شول

او

په دې موضوع کې یو ریښتینی اسلام منځ ته راغی

۱۰-۴-۱۳۸۸ - هرات