فرید باراني
زما دنېستۍ په کور کې
یوه هستي ځلېږي
چې له سپوږمۍ سره به کلکه سیالي منځ ته راوړي
د نور په ګوتو قدمونه وهي
کور د ځوانۍ ورانوي
د شپو تیارې یې د رخسار په وړانګو سپینې ښکاري
ما هم د عقل په بوخڅه کې
خپل د زړګي و تخیل ته کتل
او د هغې شپې په تمه مې
او د هغې شپې په تمه مې د یوه عمر انتظار وباسئ
خو د پيوند کلی مې
وروسته له دې چې امېدونه خپل کړم
د کور هستي مې هم چا ونه لیده
ما یې د وره په خلاصولو
راتلونکې شپې کتلې
خو درېغه درېغه چې دېوال مې هم له ځانه نه و
خو ماته پاتې شوه افسوس هغه بې قلفه کیلي
۲۵- ۸- ۱۳۸۵- مرغاب