فرید باراني
راشه د ژوند د ناهیلیو له ګرېوانه څخه
دا یو څو پاتې تڼۍ هم و شکوو
او د ژوندون د ارمانونو سرابي خیالونه
زموږ د کلي د ګودر په مات کچکول کې کېږدو
خوله یې په سپين کفن ور کلکه کړو
او خښ یې کړو
د ارمان د هدیرې په غېږ کې
توره تیاره ده
خدای مې د شعر د میین زړګي سلګۍ واورېدې
او را ته را یې کړه په مخ باندې درنه څپېړه
ما په ژړا کې ورته وویله:
خدایه پښنه غواړم
زه نا امیده نه یم
خو دا وطن
دا وطن نه جوړېږي
په دې وطن کې خدایه
سولې ته موږه هېڅوک نه پرېږدي
دا په جامه کې د انسان
راغلی تور او لېونی داړونکی سپی
د نفاق اور تازه کوي د سیند اوبه خړوي
او د کبانو د لښکر سپين سرې مور لټوي
او افغانان هم په دوو لارو وېشل شوي خلک
ځینې ډالرو ته خرڅ شوي خلک
په هر څه پوه دي
خو د خولې جلو یې
د کشېدو پر مهال
ژامه او خوله خوږوي
او نور هم بېسواده او ناپوهه کسان
په غولېدلو لارو تللي دي او نه راګرځي
هرات - ۱۲- شب ۱۳۸۹ - ۵- ۲۹-