فرید باراني
راشه د ژوند په هر مسیر باندې مې لوبې وکړه
او زما د ژوند خزان وهلې پاڼې
خپل په اورینو لاسو
ټولې راټولې کړه
او خپل د خشم دوزخي شیطان ته اور واچوه
خو راته دا مه وایه
چې زه په مینه باندې نه پوهېږم
ځکه
چې ما دا ستا د لپاره
خپل په زرګونو امېدونو پښه کېښودله
له هر څه تېر شوم درته
په هر څه هر څه کې مې
دا خپلې سترګې پټې کړلې
او د خپل عشق په خيال انګېزه اس مې
فقط دا ستا په محبت پسې را ودانګله
خو تا په دغو ټولو
خپله د خشم هیبتناکه پښه کېښودله
خوره وره شوې د اغیار غېږې ته ولوېدلې
او هسې لاړې بې احساسه شان ضمیر په لوري
۲۱- ۱۰- ۱۳۸۸- جلال اباد