...

فرید باراني

په دې ساړه ژمي کې

زما د زړه سر د سترګو تور جانانه

زما د وجود خالي انځور ته انتظار مه باسه

زه د خزان سیلۍ له ځانه سره وړی یمه

اوس یم وجود لکه د مني پاڼې

تر وسایلو او پښو لاندې شوم

زما نامراده او زړه ککرۍ

اوس هم له ډېرو ارمانو ډکه ده

لکه ړوند شوی بوډا

لکه ویجاړ په بم وران شوی کلی

لکه زما د ژوند نامرده هیلې

لکه زما د همسایه هغه یتیمې اوښکې

خپل په خورو اجزاوو

ستا د وجود کور ته به بیا درځمه

تاته به اوښکې اوښکې تویې کړمه

وروسته به ستا پاکو ښایستو پښو ته

په ژړا خاورې شمه خاورې شمه

۲- ۱۱- ۱۳۸۸- جلال اباد