...

فرید باراني

زما دغوښو او د وینو نه جوړ زړه له پاسه

یو بل د نور زړګی دی

چې کله کله د بېلتون ستنې پرې ولګېږي

لکه د دښتو لېوه

پاک مې وخوري

او په وجود مې کړي راتاوې د غمونو لړۍ

وروسته راپاڅم جدایۍ نه شکایت وکړمه

بیا د کوټې په یوه کونج کې کېنم

او وروسته ښه وژاړم، زړه خالي کړم

دغه زما د خوار ژوندون بېلګه ده

زه تراژید پیدا یم

ما ته نږدې مه راځئ

زه تراژيد خوښ یمه

۱- ۱- ۱۳۸۹- روز نوروز جلال اباد، لیلیه