فرید باراني
ښه مې په یاد دي
د ماښام تپه تیاره غوندې وه
په هغه تنګې کوڅې
د محبت په هغه ړنګې کوڅې
ورو ورو راتلم
چې دوو تنکیو مینو
د یو بل شونډې مچولې سره
د مینې ښار کې نابلده وله
زه د ناصح په توګه ورغلمه
چې ناببره غوندې
هغه د شونډو قاتل
هغه د مینې او میینو قابل
په منډه راغی
او څلور شونډې یې
زما په مخ کې
په ظالمه توګه غوڅې کړلې؛
ته اې د مینې او میین ترووېست
اې د عاشقو په نړۍ کې ته غلاجن تروریست
مکړه هر څه چې دې له وسه کېږي
خو
غوږونه خلاص ونیسه
او یوه خبره واوره :
انسان له جسم او له روحه جوړ دی
ستا په نظر به دا هم د دوی د جدایۍ لاره وي؟
خو دا د روح ملکې
دا دیو عمر دا د نوح ملکې
ووایه څنګه به جلا کړې سره؟
۱۳۸۸- ۷- ۳- هرات