فرید باراني
ته ولې هر مازدیګر
لکه یوه ښویه بې احساسه تیږه
زما د زړه هېنداره
د ورانېدو او ماتېدو په تکل
خپل په لاسونو ولې؟
او
لکه ماشوم د ماتېدو په وخت کې
ترېنه خوندونه اخلې؟
زما ناپوه جانانه
ته ولې نه پوهېږې
چې ماتېدل د زړه، اواز نه لري
۱۳۸۹- ۲- ۸- جلال اباد ښار، لیلیه