فرید باراني
زما د خیال د سمندر په غاړه
اوس هغه ستا د تور توپان څو ماتې کړې ونې
څه اوبو راوړي لرګي
او هغه ستا د خشم خوړ نه
په خدای باور وکړه بل څه نه ښکاري
نور هغه تېر زاړه وختونه لاړل
چې ما او ته به د خپل خیال د سمندر د شنه ساحل په غاړه
د افسانو کتاب په لاس
غاړه په غاړه مو د عشق خوږې کیسې کولې
اوس هغه تېر زاړه وختونه لاړل
چې سمندر به د زلالو اوبو سپینې څپې
شاعرانه ارواوې ورو تازه کولې راته
او
هرې څپې یې زما او ستا د ارمانو ترجماني کوله
اوس مې د خیال د سمندر په هغه ښکلي چمن
د سیلابونو خوړ هجوم راوړی
او پکې ښکاري ستا د هر پل او قدم نښانې
نور مې د خیال د سمندر په لوري پام رانشي
خدایه مکړه خپل د لاس یاغي طوفان دې
د سمندر د څپو تل ته یوسي
او ستا د غمجن په زړه نتلي میین
شعرونه ګل شي افسانې ختمې شي
۱۳۸۹- ۵- ۸- جلال اباد ښار، د صفا راډیو دفتر