فرید باراني
بېګاه د شعر د یوې سپېڅلې کرښې روح
د نوښتونو په جامو کې پټه
راته موسکۍ شوه
او سلام یې وکړ
ما هم سلام وکړ، قلم مې واخیست
پټ یې په غوږ کې راته وویله:
په یوه شرط به ستا د فکر خولې ته ځان واچوم
چې راته دا ووایې
چې ته په چا میین یې؟
ما ور ته وې :
چا ته به راز نه وایې
زه یم د مینې له سرحد څخه وتلی میین
زما میین مینه محدوده نه ده
زه په ښکلا میین یم
۱۳۸۹- ۴- ۲- جلال اباد