...

فرید باراني

اضطرابي خوبونه

زما ملګرې زمانه

زما د رنګ او لېونتوب څخه پوښتنه کوي

زه ورته څه ووایم؟

زمانه زما ملګرې

زما د رڼو سترګو خوب څخه پوښتنه کوي

زه ورته څه ووایم؟

زما او ستا خبرې

خو زما او ستا سره دي

زما او ستا د مینې

اضطرابي خوبونه

خو ما او تا لیدلي

اوس خو د ښار په واټنونو کې همدا کیسې دي:

هغه پلانیان پېژنې؟

مامې ظاهره څېره

ټوله بدله کړله

ګوندې چې خلک مې ونه پېژني

خو ما هم واورېدله

چا رانه وپوښتله :

هغه پلانیان پېژنې؟

نه د بېلتون حوصله

نه مو د وصل جرئت

زما ناپوه جانانه

زما بېګناه ضمیر

او

ستا بد ګمانه خاطر

په موږه څه وکړله!

۱۳۸۹- ۳- ۲۳- جلال اباد