...

فرید باراني

مرګ

مرګه دښمنه

شې هلاک

خدای دې اجل پوره کړه

چې نور ځوانان خبر وي

چې نور ځوانان وخاندي

چې نور ځوانان د امیدونو کور ته غېږ ورکړي

ځان سره دا ووایي:

موږه نور نه مړه کېږو

هېواد په موږه ویاړي

هېواد زموږه و ځوانۍ ته درناوی لري

۳۸۹ - ۴- ۱۷- مزار شریف