فرید باراني
خدایه غوښتنه لرم
دا کوم یو درد چې دې راکړی راته
دا به راټول کړمه
او یو څو ورځې به یې
پرېږدمه د روح د لښکرونو لورته
چې بیا له سره څخه سپينه شي
او زړه یې پاک شي
تر څو زما د زړه غوښتنه پرېشانه نه کړي
تر څو په دې بې کسه ژوند کې ناهیلي رانه وړي
۱۳۸۹- ۴- ۱۵- مزار شریف