فرید باراني
غزل
سپين سهار مې توره شپه شوه ته رانغلې
په ژړا مې لېمه سره شوه، ته رانغلې
ښه تر ځنډه درته ناست په انتظار وم
چې هر څومره شپه درنه شوه ته رانغلې
اوس په څه رنګه جانانه تا پيدا کړم
د امید ډېوه خو مړه شوه، ته رانغلې
د سهار سترګه هم سپينه شوه په ځمکه
د افق لمنه سره شوه ته رانغلې
دا نړۍ د نشاطونو او خوندونو
بې له تا ترخه ترخه شوه، ته رانغلې
د قحطۍ ځمکې مو بیا له سره شنې شوې
د اوبو ډکه ویاله شوه ته رانغلې
خلک خو ټول له دې سفره څخه راغلل
ستا کیسه څومره اوږده شوه، ته رانغلې
۱۹- ۵- ۱۳۸۸ - هرات