فرید باراني
کله چې موږ د اب مزار په لوري
د ولسمشر د ټاکنو په غرض وخوځېدو
هلته کوڅه کې
لوبې کولې هلکانو نجونو
هلته یوې ښکلې نجلۍ
لکه اسمان څخه یو ستوری راشي
دلته د ځمکې په سپېرو خاورو کې لوبې وکړي
او
هغه د تورو غټو سترګو مېرمن
په یو ناڅاپه غوندې ولیدلم
زه د سفر ستړیا اخیستی ومه
او له بلې خوا
د ښو جفا سل ځای خوړلی ومه
ما هم کتل
خو هېڅ تمایل زما پرې نه و هلته
خو دې د زړه له شوقه
څه موده وکتل او و موسېده
وروسته روانه شوه د کور په لوري
وروسته له څو شېبو نه
چې دا زما له سترګو پټه شوله
د زړه په تخت مې
د الفت لښکر هجوم راوړو
او په لیدو پسې یې وتپېدم
یو نابلده کلی
او یو نا کسه ښاري
ډير سره لرې ولو
۵- ۴- ۱۳۸۸- هرات