فرید باراني
په خدای قسم
یو څوک خو شته
چې د عادت او ارادې په خلاف
به نیمه شپه کې زما د زړه په کلي
خپل د خیالونو سمندر ګډوي
او زما د نور د زړه په کونج کې
بې اجازې یوه سترګه خوب کوي
یو څوک خو شته
چې زما لاس زړه او قلم درې واړه
په نیمه شپه کې د هغه د ملاقات لپاره
د سپین کاغذ په پاڼو پاڼو باندې منډې وهي
یو څوک خو شته
چې مې هردم مینوي
د خپل وجود د ښکلاګانو په زرینو ښاپېرو باندې
او په تمامه معنا مې له وجوده غواړي
چې دایمان او د تقوا له سرحدونو تېر شو
او د تقوا د وسپنېزو دېوالونو ریښې
د ارمانونو دویالو په اوبو ونړوو
خدایه د دغه کس په لټه کې
راسه مرسته وکړه
چې یې یو ځل ووینم
چې یې په څنګ کې کېنم
چې ورته ستوري کړم راښکته د اسمان له لوري
او تر وجود یې نذرانه کړمه
موږ مناسب یو،
یو او بل ته موږه رسوه
موږه زاړه کړه چې د ژوند تر لامکانه پورې
د یو او بل د تنهایي او د خیالو په هکله
په کتابونو افسانې ولیکو
که نو زه د ارادې او د عادت بر خلاف
ولې احساس د ارامښت کومه
ولې د ژوند د امیدونو د ګلونو ریښې
په خپل قلم اوبوم
یو څوک خو شته دی کنه!
۲۸- ۵- ۱۳۸۹- هرات، شپه ۳۰: ۱