...

فرید باراني

زما د هیلو محبس

څو تور بخونو څېرو

په فولادي کلک بې کلي قلفونو

د ابدیت لپاره بند کړ

اوس چې کله کله د امید رڼایي زړه ته ورشي

خپل د محبس دا جګ جګ لوی لوی دېوالونه ګوري

ټول سیم خار او ډپرینه کلا

هره شېبه حسابوي تر څو یې کال پوره شي

ځان سره فکر کوي:

ورځ به راځي چې د محبس نه به رخصت اخلمه