فرید باراني
خدایه دا ستا په بنده ګانو کې مې
د یوې ډأې سلسله لیدلې
ږیرې یې سپينې او لرونکي د زامنو شوله
لا هم د ژوند په رنګ ونه پوهېدل
ظاهري بڼه یې ساتلې ده د نوم لپاره
د نوم لپاره د مکې سفر په مخه نیسي
چې بېرته راشي
له غیبته ډک شي
موږه بې ژبې خاوندان ورته بې عقل ښکارو
له کوچني نه تر سپین ږیري ټول همدارنګه دي
۱۳- ۵- ۱۳۸۹- لوګر، زرغون ښار