...

فرید باراني

ماخو ویل

د پیوندونو په تار

په اسمانو کې تړل کېږي

زما او ستا د روح د هیلو ناسپړلې غوټۍ

نور به زما او ستا سپېڅلې حجرې

د یوه روح له نوره ساه اخلي

نور به موږ نه بېلېږو

نور به موږ ژوند کړو د زمان تر لامکانه پورې

۳- ۶- ۱۳۸۹- هرات، محل حاجی عباس