...

فرید باراني

ته د ایزد د ښکلاګانو له سپېڅلي کوره

لکه وړه ماشومه

په یو ناڅاپه غوندې

زما د قسمت د ارادو په بام راوختلې

ښه مې په یاد دي

نور مې په خپلو غړو

واک او اختیار نه درلود

ځکه چې روح مې له وجود څخه

له دې قضیې نه مخکې

چې ته د ایزد د ښکلاګانو له سپېڅلي کوره ووتلې

په نامعلومه سفر کډه وکړه

خو ته تر اوسه لا خبره نه یې

۳- ۲- ۱۳۸۹- جلال اباد