...

فرید باراني

زما د ژوند ښه او بد

ستا له کردار نه سر چینه اخیستې

له یوې خوا دغه نا مراده فصل

چې زما د زړه وینې یې

ستا په یاد ټولې وڅښې

او د یوه ژېړ ناک

په شان یې وغورځاوه

له بلې خوا

دغه بې شانه حسن

زما د زړه د ارادو په رګو خونه وکړي

او زما د نیمو شپو په خوب کې ژړا

مې د فطرت ګراف را وځړوي

اوس خپله غوږ ونیسه

څو فکتورونو زما په زړه باندې هجوم راوړی

اې، د عیشونو د ښکلا او د ښایست ملکې!

پرېږده همداسې مړ شم

زه مې د زړه سره همداسې ژړېدلی ښه یم

۱- ۱۰- ۳۸۸- جلال اباد