فرید باراني
لکه صیاد په پښه ویشتلی ورز ماتی مرغه
خپل د زرګونو ارمانونو سره
د یوې غلطې عقیدې پر بنسټ
ستا د جفا و خړم ۱ ته ولوېدمه
زه مې د سوي زړه تسل په خاطر
له کوم تبعیض او له کینې نه پرته
فقط څوکرښې لیکم
او هغه دا چې
انسان څه ته وایي
د انس مانا
او انسانیت څه ته وایي؟
۱۵ - ۳- ۱۳۸۹ - جلال اباد صفا راډيو دفتر