...

فرید باراني

ما د غروب مخامخ

د یوې ونې تر څنګ

چې یې خزان د عمر ټولې پاڼې

په بې صبرۍ سره څنډلې ورته

کېنوي

وروسته لاړشي

پرېږدئ چې ښه وژاړم

یا به زما په اوښکو

هغه خزان ځان سره وړې پاڼې

ټولو رګونو کې اوبه ننوځي

بیا به له سره شنې شي

وروسته به پورته شي د ونې لور ته

په زیږ خزان کې به بهار جوړوي

خو که ژړا را نه غله

د زړه په اور به

د ونې ټولې پانې وسوځمه

نه به د ونې څه بقا پاتې وي

نه به زما د تخیل څه اثر

د غروب مخې ته به پورته شي

شغلې دودونه

زما به جسم هم د ونې سره ټول وسوځي

روح به مې لرې چېرته

لرې ولاړ وي تماشا به کوي

پرېږده چې تاته درناوی وکړمه

زما ښاغلی شعره!

که ته مې نه درلودای

نو ما به څه کړي وای؟

۱۰- ۳- ۱۳۸۹- جلال اباد