فرید باراني
زړه مې نیولی دی
تنها مې پرېږدي
چې مې د ځوان عمر دا پاتې شېبې
په تنهایي کې پرېږدم
ما ته چې درد راشي
ګومان کوم چې وبه مرمه
څومره میین یمه
په تا مې څومره زړه بایللی
زه لېونی څومره ساده څومره بې عقل یمه
چې دې د یاد هره شېبه
ما په قفس کې بندوي او ژړوي مې په مرګ
کاشکې چې نه وای پیدا شوی خدایه
کاشکې د عشق له درد او سوزه ناخبره وی زه
مخکې له دې نه
چې زما د هیلو سرې او ژېړې غوټۍ
ستا د ښایست په باغ کې وغوړېږي
خپل په اغزنه بې وفا تګلارې
دې زما د هیلو غوټۍ وګنډلې
او زما په شپږ حواسو
دې خپل د خښم هیبتناکه پښه کېښودله
ولې دې داسې وکړل
یو وار هم پوهه نشوې
چې زما د زړه هیبت وهلې درزا
خپل په چاودلو پښو
په وینو رنګ تا پسې منډې وهي
او غواړي دا ووايي
چې :
تاسره مینه لرم
هو، تاسره مینه لرم
د خدای په امان دغه پيغام مې په ځير ځیر ولوله
۱۳۸۸- ۱۳- ۴- هرات