فرید باراني
څومره میین یمه
په زړه کې څومره عشق لرمه
چې حافظه مې لا هم
زما د عشق درانه بارونه اخیستلی نشي
باور دې وشه خدایه
ستا د نظام خواره سیندونه ورته هېڅ نه ښکاري
ستا د نظام کهکشانونه ورته هېڅ نه ښکاري
خدایه ماشوم او نادیده له غوصې نه ډارېږي
اخر
ناپوه دي لېوني دي
په دې نه پوهېږي
چې دغه مینه چا ورکړې ده او څوک یې ساتي؟
۹- ۹- ۱۳۸۹- جلال اباد، صفا راډیو دفتر