فرید باراني
اخ!
په دې بې کسه مساپر مالت کې وچ به شمه
د یوه دېوال په کونج کې
لکه لرګی به هسې پاتې شمه
اخر دا ستا د مینې ساړه سیوري
سینه بغل کړلمه
ګوره زما په خاطر نه،
زما د مور په خاطر
نور په نظام کې دغه یخه سیلۍ ودروه
زما په هر یوه ټوخي
زما سپین سري مور
زما د سر دښمن ته
د هلاکت سړې دعاوې کوي
زما په هر یوه ټوخي
بس راته دا وایي چې :
چاچې زما زوی نظر کړی خدایه
بس مور او پلار یې کړه پرې بوره خدایه
خدایه خپل سر دې وخوري
خدایه زما بری
تر سترګو شوی
خدایه تبا یې کړې ته
نور په نظام کې دغه یخه سیلۍ مه بلوه
په دې خو ګرانې ته هم
زما نه ښه پوهېږې
چې دا دعا هرو مرو قبلېږي
۱۸- ۸- ۱۳۸۹- جلال اباد، صفا راډيو دفتر