فرید باراني
سړې رڼې تروشې اوبه دي
هر سهار یې اشنا
ستا د یادونو د رنګونو په کتاب تویوم
هر یې ماذیګر یې د افق په سره نقاب تویوم
همدا سحر او ماذیګر و
چې زما د قامت
خړه سایه د سرې غرمې
په دو بجو کې
لکه ډوډۍ په تنور وسوځېده
خدایه پوهېږمه چې ته په ټوکو نه پوهېږې
خو زما زړه دومره بې کسه شو چې
د دې جهان په امکاناتو کې تنها پاتې شو
ستا په عظیمو کاېناتو کې تنها پاتې شو
خدایه امید مې اوس هم
لکه مړه شوې مرغۍ
ستا د نړۍ په غټه ونه کې ټالونه وهي
او په دې هم خدایه ایمان لرمه
چې لا تر اوسه مې مضبوطې ستنې
د کفر خونې ته لوېدلې نه دي
زه لا تر اوسه هم د مینې توپاني سیلاب کې
د مسلمان په څېر غوټې وهمه
۱۶ - ۸- ۱۳۸۹- جلال اباد