فرید باراني
مازدیګری
د شپې په تورو اوږو
د هراسونو او د وېرو په یبلو پښو
بس د دوستۍ لپاره
د تورتمونو ښار ته وخوځیدو
هرې حجرې ته مو هراس او هوس
د وېرې سپیو غپل
او د روح زړه ته مو زمان د غم دایره وهله
موږه د ژوند زړه په خپل چپ لاس کې و نیولی
او مرګ په ښي لاس کې
کله مو ژوند کله مو مرګ ته کتل
کله مو لارې ته
او کله هم، د عاقبت ستنو ته
کله د پلار د نصیحت و صوت ته
او کله هم مې خپل د ځان غړي په ځیره کتل
په حقیقت کې موږ د مرګ په اوږو
د مقصدونو تر منزله پورې ورسېدو
۲۴- ۷- ۱۳۸۹- کونړ