...

فرید باراني

ستړی یمه

له ژونده ستړی یمه

له هغې ورځې چې له ځمکې نه بیل شوی یمه

ستړی یمه

زما د وجود

خپلو خاورینو انډیوالانو پسې هر دم ژاړي

زما اروا د لښکرونو د لړونو پسې هر دم ژاړي

او روح مې دې ده انتظار

چې کله ځان له دې وجوده شکوي

چې بیا د روح د لښکرونو لور ته وکوچیږي

دواړه خفه دي هم مې روح هم جسد

او په مابین کې تنها زه او زما زړه پاتې یو

زما وجود کې

دوی د واک او د اختیار لویان دي

خو دوی په خپله سره جوړ نه دي

په دې پوهیږم

جسم او روح زما په ذات کې

امانت غوندې دي

زه خپله ذات وم په ازل کې

که نه نو دا جسم او روح

دواړه پردي دي ما ته

...