...

فرید باراني

کله به خدایه

د دغه شپږ میلیارد کسیزې نړۍ

له تنګ او تور زندانه وتښتمه

راته غصه چې نه شې

له پېداېښته دې د درد لښکرې

زما د زړه د پاچاهي لپاره واستولې

ته پوهیدې چې له نوښت نه به شاعر جوړیږي

ته پوهیدې چې زه همداسې خوښ یم

ته پوهېدې چې زما د ځینو بندګانو هم

بې کسه تنهایي خوښیږي

شل کاله وړاندې مې پلارجان او مهربانې مور

زما د عمر ونه

د ژوندانه په وچه پوله باندې کیښودله

خو لا تر اوسه مې زړه

په پنجره کې د هډونو اسیر شوی مرغه

خپل د خپلوانو د راتلو لپاره سر سپینوي

زه دوستان نه لرم

بس د خیالي غوندې څېرو په انتظار ناست یمه

زما د زړه پوښتنه څوک نه کوي

زما د زړه له سوي درد نه خو اوس

د اسمانونو پرېښتو هم بسترې تړلې

زما د زړه د سوي درد کرښو ته

په چیغو چیغو پرېښتو وژړل

۱۳۸۹-۷-۱۱-جلال اباد راډیو صفا