...

فرید باراني

ما سره مینه وکړه

لېونی شوی یمه

د سر مغزو مې دوه لاسونه زېږولي بغاوت لپاره

لومړی خو زه ددې ناکامه ژوند

ګرېوان ورته تر پایه څیرم

وروسته د درد اوناهیلو اوښان

هر یو تر ستوني نیسم

تر څو یې اووه واړه نفسه ووځي

وروسته راځم

خپل د مغزو په لاسو

خپل د زړه ور ماتوم

او خپل د نور له زړه نه

دا ژوندی درد راباسم

خپل د مغزوون په لاسو یې سولوم

چې لکه سپی وژاړي

وروسته یې ولمه پر ځمکه باندې

چې هلاکت وویني

وروسته لاسونه په مغزو کې منډم

د دښمنۍ او بغاوت لمنې ورو ټولوم

بیا به ورځم د هغې ښکلې نجلۍ

د پاکې روح د ګلابونو باغ ته

خپل د مغزو په لاسو

یوه لیکنه په دیوال ټک وهم:

ما سره مینه وکړه

لیونی شوی یمه

ما سره مینه وکړه

چې مې مغزو دي زېږولي بغاوت لپاره سره لاسونه

۱۳۸۹-۷-۱- جلال اباد صفاراډیو