فرید باراني
زما د نور د زړه د هیلو قبر
د مقصدونو له پروازه را لوېدلې مرغۍ
یا هم له سترګو څڅېدلې اوښکه
نور یې راباسم له سینې نه
نور مې نه دي پکار
له پیدایښته څوک پرې نه پوهیدل
ټولو همدا وې چې د درد غوندې دی
لکه اولاد مې درته نوم کېښود
«د نور زړګی»
نور دې راباسم له سینې نه
نور مې نه یې پکار
د هیلو قبر ته دې وړم
چې دې مېږیان
سترګو ته لاره وکړي
چې دې ماغزه لکه چینجنه خرما
د هیلو کرښې له لاسو پاکې کړي
۱۳۸۹-۷-۱۶-جلال اباد صفا راډیو